د اروزګان ولايت په دوو ولسواليو کي جګړه دوام لري او دا مهال د وسله والو طالبانو تر سختو تهديدونو لاندي دي .
د اروزګان د سرپرست والي وياند دوست محمد ناياب وايې ، چې د دې ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د تېرو ( ۷ ) ورځو را په دي خوا درنه جګړه روانه ده او تر دي مهاله پکښې دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
هغه وايې چې په خاص اروزګان کې د ملا منصور دادالله او نورو په مشرۍ وسله وال مخالفين را غونډ سوي دي او د ولسوالۍ ګڼي سيمي يې تر محاصري لاندي نيولي دي.
ناياب وايې په ياده ولسوالۍ کې د سيمه ايزو پوليسو عمومي قومندان عبدالقيوم د خپلو دريو تنو سره د وسله والو مخالفينو سره يو ځاى سوى دى او يو شمېر وسلي او مهمات يې هم وړي دي.
پر همدي مهال نوموړى وايې چې د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې هم جګړه روانه ده او د شپلوغ په سيمه کې اوو امنيتي پوستو شاتګ کړى دى او لامل يې د وسله والو مخالفينو زيات فشار وو.
د يو بل خبر له مخي د دريو پوليسو مړي موندل سوي د ي ، د والي وياند دوست محمد ناياب وايې چې دري ورځي وړاندي درې تنه پوليس د وسله والو مخالفينو له لوري تښتول سوي وه چې د بلوڅي په نوم سيمه کې يې مړي موندل سوي دي.
وسله والو مخالفينو هم په اروزګان کې د بېلا بېلو بريدونو خبر ورکړى دى او ادعا کوي چې ګڼي سيمي يې نيولي او ګڼ شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولي ده.