د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق خبر ورکوي ، چي په هلمند کي روانه جګړه د ماربل ډبري او د نشه ايي توکو د قاچاق او د قدرت د تر لاسه کولو دپاره ده .
نوموړی چي د دې جګړي د ختمولو دپاره د فوځي عملياتو مشري په غاړه لري ، تازه دمه ترې کندهار ته را ستون سوی دی .
هغه وايي ، چي له دې مافيايي جګړې څخه د دولت وسله وال مخالفين ډيره ګټه پورته کوي ، خو دوی يي په وړاندي جنګيږي
د هلمند ځيني شمالي ولسوالۍ د تيرو څو مياشتو راهيسي د وسله والو جګړو شاهدي دي ، د دې جګړو د نظامي عملياتو برخه د کندهار د امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د غاړي ده .
قوماندان رازق چي تازه د هلمند له تودې جګړې را ستون سوی دی ، د يوې ځانګړي مرکي پر مهال داجګړه خطرناکه وبلل ، نوموړي وويل چي د جګړي بڼه تر ډيره مافيايي ده ، د نوموړي په ټکو چي جګړه د نشه ايي توکو او ماربل ډبري د قاچاق دپاره روانه ده او تر ډيره هلته ميشتي مافيايي کړۍ هم هڅه کوي ، چي ځانونه په قدرت کي وساتي .
جنرال عبدالرازق وايي ، چي دا ډلي وسله وال طالبان هم حمايه کوي او د دولت وسله وال مخالفين د همدې زميني څخه په ګټه اخستي د افغانانو پر ضد جنګيږي ، هغه وايي چي د بهرنيو کړيو لاسونه هم دې ځای ته رسيدلي دي ، خو دوی يي په وړاندي عمليات کوي او کوښښ کوي ، چي هلته حالت کابو او دولتي واکمني غښتلي وساتي .
قوماندان رازق وايي ، چي په دې جګړه کي يي تر دې مهاله سلګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده او د نوزاد او موسی کلا ولسوالۍ چي څه موده مخکي يي سقوط وکړ بيرته د دولت ولکي ته لويدلي دي .
دا مهال د ارزګان خاص ارزګان او چنارتو ولسوالۍ يو ځل بيا تر امنتي تهديدونو لاندي دي ، امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي ، چي په وړاندي يي سختو او جدي عملياتو ته تياری نيسي .