د سعودي عربستان حکومت وايي چې د مکې مکرمې د مسجد الحرام په ساحه کې د یوه کرېن د لوېدو له کبله ۸۷ تنه مړه شوي دي. د سعودي عربستان حکومت وايي چې په دې پېښه کې ۱۸۰ تنه نور ژوبل شوي دي. په وژل شویو او ټپیانو کې ګڼ شمېر بهرني زیارت کوونکي شامل دي. دا پېښه په داسي حال کې وشوه چې په مکې مکرمې کې د ملیونونو زیارت کوونکو په ګډون د حج مراسمو ته تیاري روانه ده. له تېرو څو کلونو راهیسي د مسجد الحرام په انګړ کې کار روان دی څو پراخ شي او د زیارت کوونکو لپاره د حج مراسم اسانه شي.