پاکستانیو رسنیو د استخباراتي سرچینو له قوله ویلي چې دا برید پرون دډیورنډ پولې ته څیرمه د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې شوی دی. سرچینې زیاته کړې چې په برید کې ۱۵ تنه پاکستاني طالبان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې وژل شوي کسان د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت د ډیره اسماعیل خان سیمې اوسیدونکي دي او ډېر ژر به یې جسدونه خپلو کورنیو ته ولیږدول شي.