عثمان خان کاکړ: پنجاب غواړي افغانستان خپله ۵ صوبه کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64935
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-11

د پاکستان د مشرانو جرګې یو غړی وايي پنجاب اوس هم غواړي چې افغانستان خپله پنځمه صوبه کړي. عثمان خان کاکړ ویلي چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان په تګلاره کې هېڅ راز بدلون نه دی راغلی او لا هم د ستراتيژيک عمق پر پالیسۍ باور لري. نوموړي ویلي چې د افغانستان ستونزه د طالب او افغان حکومت ترمنځ نه بلکې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ده. کاکړ زیاته کړې چې پاکستان هېڅکله د دې ستونزې حل نه غواړي. نوموړي ویلي په مري کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جوړه شوې غونډه هم یوازې د نړیوالو فشارونو د کمولو لپاره د پاکستان یوه نمایشي هڅه وه. نوموړي دغه راز ویلي چې په پاکستان کې اوس هم بهرنۍ تګلاره د پوځ له لوري جوړېږي او ملکي حکومت هېڅ راز صلاحیت نه لري.