افغان ولسمشراشرف غني وايي، د سولې د ټينګښت لپاره يوې ملي اجماع ته اړتيا شته، ترڅو د سولې لپاره په اوسني ميکانېزم کې بنسټيزن اصلاحات او سمونې رامنځ ته کړي.نوموړي دغه څرګندونې، تېر ماښام د لوى کندهار د ولسي شورا له غړو سره په په کتنه کې کړې دي.د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې ولسمشر غني په دغه کتنه کې وروستيو بدلونونو ته د اشارې په ترڅ کې وويل، اوس د افغانستان ماحول بدل شوى، د نړۍ ډېرى هېوادونو د سولې په اړه زموږ برحقه دريځ تاييد کړى دى.