مایکل ټي فلن: په پاکستان کې د القاعدې پر ضد عملیات نه کول تر ټولو لویه تېروتنه وه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64942
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-12

د امريکا د دفاعي استخباراتو پخوانى مشر وايي د القاعدې پر ضد په پاکستان کې عمليات نه کول د امريکا او متحدينو تر ټولو لويه تېروتنه وه. ډګر جنرال مايکل ټي فلن ویلي امريکا بايد په پاکستان کې د ګډو استخباراتي عملياتو پر ځاى په دغه هېواد کې پر وخت ګډ پوځي عمليات ترسره کړي واى. ده زیاته کړې امريکا بايد هغه مهال د پاکستان په خاوره کې د ترهګرۍ پر ضد عمليات کړي واى خو چې ويې نه کړل، دغه کار د امريکا او متحدينو تر ټولو لويه تېروتنه وه. دی وايي امریکا لس کاله وړاندې لا معلومات ترلاسه کړي وو چې اسامه بن لادن په پاکستان کې دی، خو د هغه د وژلو لپاره یې اقدام ونه کړ. دى وايي: ((د دې پر ځاى چې موږ پر پاکستان فشار راوړى واى، د عراق او افغانستان په اړه مو غلطې پرېکړې وکړې چې دا د امريکا د يوې خرابې بهرنۍ تګلارې ښکارندويي کوي.»