ملګري ملتونه وايي اټکل کېږي چې د سوریې د کورنۍ جګړې له کبله به سږ کال یو میلیون نور کسان هم له دغه هېواده کډوالۍ ته اړ شي. په سوریه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي یعقوب الحلو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی له سوري ګډوالو سره چې مالي ستونزې لري ډېره مرسته وکړي. دی وايي که د جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام ونه شي په راتلونکو میاشتو کې به ګڼ نور سوري وګړي هم د خپل هېواد پرېښوودو ته اړ شي او په دې توګه به د اروپا د کډوالو کړکېچ داسې پړاو ته ورسېږي چې یوازې د دویمې نړیوالې جګړې د پای له کلونو سره به د پرتلې وړ وي.