د پاکستان د پنجاب ایالت په ملتان سیمه کې په یوه چاودنه کې ۹ تنه وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان شوي. د ملتان د پولیسو مشر ویلي چاودنه له یوه ریکشا سره د موټرسایکل د ټکر له کبله رامنځته شوې ده. اختر اکرام وايي اټکل کېږي چې په رکشا کې به چاودېدونکي توکي وو. نوموړی وايي چې په دې چاودنه کې ۹ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان شوي دي. د نېشتر په نوم د یوه روغتون ډاکټرانو بیا ویلي چې له دې پېښې دوی ته ۴۲ ټپيان ور وړل شوي دي.