اجرایه رییس ډاکټر عبدالله خپل خوریی د مالیې وزارت پر مرستیالۍ سربېره خپل ځانګړی سلاکار ټاکلی. په یوه مکتوب کې چې رسنیو ته په لاس ورغلی ویلي چې د ماليې وزارت مرستيال مصطفى مستور د همدې دندې ترڅنګ د اجراييه رياست د ځانګړي استازي او ستر سلاکار په توګه ټاکل شوى. ويل کېږي چې مصطفى مستور د ډاکټر عبدالله عبدالله خوريى دى. مستور سره له دې چې د ماليې وزارت مرستيال دى، په بله رسمي دنده په داسې حال کې ګومارل کېږي، چې اجراييه رييس تېره اونۍ یوې غونډې ته د وينا پر مهال له هېواد څخه د ځوانانو پر وتلو اندېښنه څرګنده کړې وه.