وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني پر زندان برید کړی او ګڼ زندانیان یې ازاد کړي دي. ویل کېږي برید د شپې دوې بجې د غزني پر مرکزي محبس باندې شوی دی. طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې ۴۰۰ زندانیان یې ازاد کړي دي. طالبانو ویلي برید د دوی ۹ ملګرو کړی چې دوه تنه یې وژل شوي او اووه نور یې له زندانیانو سره د دوی تر کنټرول لاندې سیمې ته تللي دي. د غزي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.