د ملي امنیت عمومي ریاست له بهرنیو ځواکونو سره په ګډو کې عملیاتو کې د القاعدې یو قوماندان وژلی . د دغه ریاست مطبوعاتي دفتر وايي دغه عملیات یې د ګومل ولسوالۍ د مختار مېنې په سیمه کې کړې دي. سرچینې ویليد خرم په نامه د القاعدې شبکې د یو تن قوماندان چې د «قسیم، جنید، حسن او خدمه» په نومونو مشهور و په څلورو مرکزونو عملیات شوي چې په پایله کې یاد قوماندان او دده اووه ملګري وژل شوي او ۵ مرکزونه یې ویجاړ شوي دي. سرچینه وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې افغان ځواکونو ته یوه اندازه وسله او مهمات هم په لاس ورغلي دي.