د تخار امنیتي چارواکي وايي، د جندالله ډلې د دغه ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د مر کز جوړولو په موخه خپل فعالیت پیل کړی دى. د تخار امنیه قوماندان مل پاسوال نورمحمد حکیمي وايي وروسته له دې چې امنیتي ځواکونو په کندوز کې د مخالفینو په پټنځایونو هوايي بریدونه پیل کړل، د جندالله ډلې ځينې غړي د تخار لور ته واوښتل او غواړي، چې په اشکمش ولسوالۍ کې ځانته مرکزونه جوړ کړي. هغه زياته کړه، د جندالله ډلې ځیني غړي د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ...