ملا یعقوب: پلار مې په طبیعي مرګ په افغانستان کې مړ شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64957
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-14

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی وايي پلار یې په خپل طبیعي مرګ په افغانستان کې مړ شوی. ملا یعقوب په یوه پیغام کې، چې د یکشنبې په شپه په پاکستان کې خپور شوی، د دې خبرې ترڅنګ د طالبانو ترمنځ د یووالي غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي چې پلار یې د ینې ناروغي درلوده او د همدې ناروغۍ له کبله په هېواد کې دننه مړ شوی دي. د ایشین ایج خپرونې په یوه راپور کې د ملا یعقوب له قوله دغه راز ویلي دا خبره سمه نه ده چې د ده پلار په ژوندوني ملا اختر محمد منصور خپل ځایناستی ټاکلی و.