روسیه اندېښمنه ده چې له افغانستان نه به تاوتریخوالی د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خپور شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64958
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-14

د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیتي تړون عمومي منشي ته یوې نږدې سرچینې ویلي چې مرکزي اسیا ته د تاوتریخوالي د خپرېدو له وېرې ښايي روسي ځواکونه د افغانستان او تاجکستان پر پوله مېشت شي. سرچینه وايي که تاجکستان وړاندیز وکړي، روسی ځواکونه به یو ځل بیا د افغان- تاجک پولې ته راوګرځي. تاجکستان تر اوسه له ډله ییز امنیتي تړون څخه یوازې د فني مرستو غوښتنه کړې ده. روسیه اندېښمنه ده چې له افغانستان به تاورتریخوالۍ د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خپور او په دې توګه به روسیه ته ورسېږي.