د لوګر خلک وايي چې په ازره ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسې پولیسو ته له کورونو ډوډۍ راټولېږي او زیاتوي چې دولت ورته خوراکي توکي او درنې وسلې نه شي رسولی.
خو ولایتي چارواکي بیا وايي چې ازره د تېرو دیارلسو کلونو په پرتله امنه شوې او له دولت سره د خلکو همکاري تر پخوا څو چنده زیاته شوې ده.
د ازرې ولسوالۍ یو اوسېدونکی سیداحمد وايي چې ملي او سیمه ییزو پولیسو ته خوراکي توکي نه رسېږي له همدې امله د سیمې خلک له خپلو کورونو ډوډۍ ورکوي.
د ده په وینا، ازره د دولت د مخالفینو لپاره مهمه سیمه ده او په هڅه کې دي چې په هر قیمت وي سقوط ورکړي خو له بده مرغه چې حکومت سمه پاملرنه نه ورته کوي.
یو بل قومي مشر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي سرنوشت ته وویل چې د ازرې خلک ځکه اوس پولیسو ته له کورونو ډوډۍ ور ټولوي، وېرېږي چې ونه تښتي.
دغه قومي مشر هم وویل چې په یاده ولسوالۍ کې د عامه نظم پولیس پراته دي چې نه ورته درنې وسلې رسېږي او نه هم خوراکي توکي.
هغه زیاته کړه چې یادو پولیسو ته دېری وخت د سیمې خلک ډوډۍ ورکوي او وسلې یې هم تر وسله والو کمزورې دي.
دغه قومي مشر وايي، یو ځل مخکې هم افغان ځواکونه له دغسې یو حالت سره مخ شوي وو چې بیا یې سیمې وسله والو طالبانو ته پرېښودې او وتښتېدل.
سرچینې وویل چې پولیس د حکومت نه پاملرنې له دغسې حالت سره مخ کړي او ښایي هغه کار یو وار بیا تکرار شي او پولیس سیمې پرېږدي.
د لوګر د ولایتي شورا غړی ډاکتر عبدالولي وکیل هم په ازره کې ستونزې مني خو وايي چې د تېرو دیارلسو کلونو په پرتله یاده ولسوالي امنه شوې او د خاکجبار ولسوالۍ له لارې ورته پلی تګ هم شونی شوی دی.
نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې دوی د ازرې د امنیت د خوندیتوب مسئله د امنیت شورا ته ورسوله او حکومت ورته په لوړه کچه ښه پام وکړ چې بالاخره یې پایله په ازره کې امنیت شو.
وکیل وايي چې ازره اوس هم د مخالفینو تر نیمايي محاصرې لاندې ده او هغوی هڅه کوي چې په هر قیمت وي دغه ولسوالي ونیسي؛ خو د سقوط وېره یې د پخوا په پرتله کمه شوې ده.
د نوموړي په خبره، دا مهال په ازره ولسوالۍ کې تر پنځه سوه زیات امنیتي ځواکونه موجود دي.
ولایتي چارواکي بیا د ازرې د حالت د خرابوالي مسئله ردوي او وايي چې د امنیتي ځواکونو ټولې اړتیاوې پوره او دوی هره ورځ ورسره په اړیکه کې دي.
ازره هغه ولسوالي ده چې څو ځلې په کې افغان امنیتي ځواکونو پراخ عملیات وکړل او د مخالفینو له ولکې یې و ایسته.
دغه ولسوالي ځکه د طالبانو او حکومت لپاره مهمه ده چې له ننګرهار، کابل، لوګر او یو شمېر نورو سیمو سره پوله لري او په اسانۍ ترې دریو ولایتونو ته تګ راتګ کېدای شي.
د دې ولسوالۍ لارې نږدې لس کاله تړل شوې وې چې د حکومت له خوا له پراخو عملیاتو وروسته بېرته خلاصې شوې.
د یادونې ده، شاوخوا دوه میاشتې مخکې په هلمند کې هم افغان ځواکونو په وږي نس جګړه کوله او حکومت ورته سم امکانات نه شوای رسولی.
هغه مهال سرنوشت ته ځینو امنیتي سرچینو ویلي وو چې افغان ځواکونو ته خوراکي توکي او وسلې نه رسېږي له همدې امله کېدای شي ځینې سیمې له سقوط سره مخ شي. هماغه و چې وسله والو په هلمند کې ځینې سیمې له افغان ځواکونو ونیولې، ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته، د هغوی موټر، وسلې او نور تجهیزات یې ترې ونیول.