د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني وايي د هېواد د برېښنا ماسټر پلان نیمګړی دی.
نوموړي چې پرون یې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل چې د انرژۍ په ماسټرپلان کې یو شمېر نیمګړتیاوې شته چې دوی یې اوس د پوره کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
د عثماني په وینا په ۲۰ کلن ماسټر پلان کې په کور دننه تولیدېدونکې برېښنا ته لږ ونډه ورکړل شوې ده.
دغه راز په پلان کې د خصوصي سکټور ونډه هم نه ده مشخصه شوې.
عثماني وايي د نړۍ په نورو هېوادونو کې د برېښنا په ماسټر پلانونو کې خصوصي سکټور ته ځانګړي ونډه ورکول کېږي چې د هېواد ځینو برخو ته برېښنا برابره کړي.
د اوبو او برېښنا وزیر وویل د ماسټر پلان له مخې به تر۲۰۳۲ زېږدیز کال پورې د هېواد ټول ښارونه او ۶۵ سلنه کلیوالي سیمې برېښنا ته لاس رسی ولري.
خو ده یادونه وکړه چې په پلان کې د خصوصي سکټور د ونډې د نه شتون له کبله دغه موده اوږده شوې ده او که د انرژۍ په برخه کې خصوصي پانګونې وشي تر دې مودې وړاندې ښايي دا هدف ترلاسه شي.
نوموړي په عین حال کې یادونه وکړه چې د هېواد د انرژۍ په سکټور کې د پانګونې زمینه برابره ده.
ده وویل چې د انرژۍ قانون د ولسمشر له لوري د یوه تقنیني فرمان په توګه صادر شوی او د پلي کېدو وړی دی چې د ده په وینا د انرژۍ په برخه کې د خصوصي پانګونو د هڅونې لپاره ډېر څه په کې شته.
نوموړي زیاته کړه چې له همدې کبله د دوی د کار له پیل راهیسې تر اوسه ۷ کورنیو کمپنیو د برېښنا په برخه کې د پانګونې لپاره جوازونه ترلاسه کړي دي.
عثماني ټینګار وکړ چې د خصوصي سکټور له مرستې پرته حکومت په یوازې ځان د برېښنا په برخه کې خپلو اهدافو ته نه شي رسېدای.
نوموړي په هېواد کې د برېښنا د تولید لپاره شته ظرفیتونو ته په اشارې وویل چې پر اوبو سربېره په هېواد کې له لمر څخه په لویه کچه د برېښنا د تولید ظرفیت موجود دی.
د اوبو او برېښنا د وزیر په وینا افغانستان په کال کې ۳۰۰ ورځې لمر او د تودخې مناسبه درجه لري.
ده یادونه وکړه چې د افغانستان د تودخې درجه د برېښنا د تولید لپاره د سیمې د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیانو لپاره ډېره مناسبه ده.
نوموړي وویل چې په تېره څه کم یوه نیمه لسیزه کې په هېواد کې دننه یوازې د ۵۰ مېګاواټه برېښنا د تولید زمینه برابره شوې، په داسې حال کې چې د کورنۍ برېښنا لس چنده یعنې ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا له بهر څخه واردېږي.
د عثماني په باور افغانستان اوس هم له ظرفیتونو سره سره ډېرې پیسې د برېښنا په بدل کې ورکوي او دوی له نړیوالو مرستندویانو په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
ښاغلی عثماني وايي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په بېړني ډول لږ تر لږه د ۵۰ مېګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
نوموړي په دې برخه کې د نړیوالو بنسټونو د پانګونې د لېوالتیا یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې د سام په غونډه کې د اسیا د پراختیايي بانک استازي د کمال خان، دهلې او کجکې بندونو د جوړولو لپاره لېوالتیا وښووده.
د عثماني په وینا دوی د اسیا د پراختیايي بانک له چارواکو غوښتنه وکړه چې لږ تر لږه د دغو بندونو ترمنځ د دوو بندونو د رغونې چارې دې ژر پیل کړي، خو ده وویل چې هغوی د کار تر پیل وړاندې غواړي چې د برېښنا ماسټرپلان بشپړ شي.
د اوبو او برېښنا وزیر وویل که بودجه ورته برابره شي په راتلونکي کال کې د اوبو ۲۰ بندونو د جوړولو پلان لري، خو که بودجه برابره نه شي د دوغو بندونو ډیزاین به راتلونکی کال وکړي.