د هنګري پولیسو دغه هېواد پر ورتلونکو کډوالواوښکې بهوونکی ګاز شیندلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64962
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-16

د هنګري پولیسو پر هغو کډوالو اوښکې بهوونکی ګاز شیندلی چې د سربیا او هنګري له تړل شوې پولې یې د اوښتو هڅه کوله. اوسمهال پر پوله د هنګري د روزکې ښارګوټي تر څنګ سلګونه کډوال را ټول شوي دي. ویل کېږي هغه کډوال چې د سربیا پر خاوره ایسار پاتې دي، د "پرانیزئ، پرانیزئ" شعارونه ورکوي او پر پولیسو یې د اوبو پلاستیکي بوتلونو ګوزارونه کړي چې په ځواب کې یې پولیسو ورباندې اوښکې بهوونکی کارولی. د سربیا او هنګري پر پوله پرون وروسته له هغه نښتې رامنځ ته شوې چې پولیسو د روزکې ښارګوټي ته نږدې د اوښتو یوه عمده لاره وتړله. ډېری کډوال غواړي د اتریش له لارې ځانونه جرمني ته ورسوي.