د جوزجان د ولایتي شورا رییس مولوي عبدالحی حیات وايي ځینې وکیلانو پولیسو د خپلو څارویو د څرولو لپاره ګومارلي دي. نوموړي چې د پولیسو په اړه په یوه غونډه کې یې خبرې کولې وویل ځینې پولیس معاش له حکومت څخه اخلي خو د شپنو په توګه درانه کارونه بیا د وکیلانو لپاره کوي. نوموړي په دې هم نیوکه کړې چې د جوزجان پولیس وکیلانو نورو ولایتونو ته د شخصي کارونو لپاره لېږلي دي.