ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره د نویو کمشنرانو د ګومارونکې کمېټې غړي به ژر وټاکل شي. د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر پرون د کابینې په غونډه کې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمېسیون کار ستایلی او کابینې ته یې دنده سپارلې چې ژر تر ژره د ګومارونکې کمېټې پر جوړېدو کار پیل کړي. د ټاکنیزو اصلاحاتو ځانګړي کمېسیون حکومت ته په خپله سپارلې طرحه کې د کمېشنرانو د ګومارونکې کمېټې وړاندیز کړی و. په همدې حال کې د ولسي جرګې ځينې وکيلان د ټاکنيز نظام د اصلاح طرحه نيمګړې او د نه منلو وړ بولي.