د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وايي د سولي لپاره هلي ځلي د هر افغان دنده ده.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي دا څرګندوني نن سهار په ولايت مقام کي د امنيتي غونډي پر مهال وکړې. په غونډه کي د ښاغلي والي تر څنګ د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان بريدجنرال داودشاه وفادار، امنيه قومندان ډګرجنرال عبدالرازق اڅکزى، دملي امنيت رياست مرستيال او د افغان ځواکونو يو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو.
کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د سولي او امن لپاره هڅي د ټولو افغانانو دنده وبلله او ويې ويل چي د هيواد سوله نه يوازي د دولت وظيفه ده، بلکي د ټولو افغانانو ګډه مسئله ده. هر سړی بايد په هر مجلس کي د سولي اړوند خبري وکړي او خلک دې ته وهڅوي چي په امن کي زموږ د ټولو بقا او ګټه ده. نوموړي زياته کړه د سولي د تامين او د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره امنيتي ځواکونه هره ورځ قربانۍ ورکوي، خو د دې تر څنګ د خلکو همکاري د امنيت په خوندي کولو کي ډېر رول لري.
ښاغلي عزيزي وويل کندهار ته ډېری مهال د ګاونډي ولايتونو وسله وال ترهګر ګواښ پېښوي او له نورو ولاياتو څخه وسله وال ترهګر راځي او دغلته ترهګريز فعاليتونه کوي. نوموړی وويل په کندهار کي يې وسله وال ترهګر ځپلي او پټنځايونه يې له منځه وړي، خو له ګاونډي ولايتونو سره به په همږغۍ د سرحدونو امنيت ته خاصه توجه وکړي. عزيزي وايي د سرحدونو د امنيت له خوندي کولو سره به د کندهار امنيت تر ډېره خوندي سي او د وسله والو ترهګرو د فعاليتونو مخه به ونيول سي.
د کندهار والي امنيتي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چي د لوی اختر لپاره بشپړ امنيتي تدابير ونيسي او د تېر اختر په څېر بشپړه امنيتي فضا رامنځته کړي. نوموړي زياته کړه چي د لوی اختر د لمانځه لپاره يې په ښار کي ۱۳ مساجد ټاکلي چي هلته به د اختر لمونځ کيږي او د مساجدو نومونه به هم ډېر ژر اعلان کړي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان بريدجنرال داودشاه وفادار وويل چي د اختر په شپو ورځو کي به د کندهار د امنيت خوندي کولو لپاره ځانګړي تدابير ونيسي او زياته يې کړه چي د امنيتي ځواکونو په ليکو کي همږغي زياته سوې ده. وفادار وويل چي د امنيتي ځواکونو تر منځ همږغي او لاسنيوی د هغوی مورال نور هم قوي کوي.
د دريمي لوا د ارکان رئيس ډګروال غلام حضرت وويل چي په ميوند ولسوالي کي يې د څو ورځنيو عملياتو پر مهال ۱۵ وسله وال ترهګر وژلي او يو شمېر يې ټپيان کړي دي. هغه زياته کړه چي په تصفيوي عملياتو کي يې ۵۲۰ ماينونه، ۱۵۰ کيلو چاودېدونکي توکي، ۳ د راکټ مرمۍ او ۴ بوجۍ باروت کشف او ترلاسه کړي دي.
د نظم عامې قومندان ډګروال عبدالغفار ابراهيم خېل وويل چي ۱۴ وسله وال ترهګر يې وژلي او ۶ نور يې ټپیان کړي دي. هغه زیاته کړه چي ۱۷۳ ماينونه، ۴ لاسي بمونه، ۵۰ کيلو چاودېدونکي توکي، ۹ سلاوي، ۲ مخابرې او ۲ کلاشينکوفونه يې لاسته راوړي دي.