د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي ، چي د پوهني رياست مشورتي او نظارتي کمېټې خپل شپږ مياشتنی عملي کاري پلان جوړ کړ او د کمېټې له خوا تاييد سو.
په دې اړه خپره سوې خبرپآڼه وايي ، چي د معارف مشورتي او نظارتي کمېټې تېره ورځ ماځيګر ناوخته په ولايت مقام کي غونډه وکړه چي پکي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د معارف رئيس عبدالقادر پيوستون، د کندهار پوهنتون رئيس حضرت مير توتاخېل، د کندهار پوهنتون استاد انجنېر شېرشاه رشاد او د کمېټې ټولو غړو ګډون درلود.
خبرځای زياتوي ، چي د مشورتي او نظارتي کمېتې د غړي انجنېر شېرشاه رشاد له خوا د دغې کمېټې د شپږ مياشتني عملي کار طرحه وړاندي سوه او د کمېټې د ټولو غړو له خوا تاييد سوه. انجنېر رشاد وويل چي د پلان له مخي به په راتلونکو شپږو مياشتو کي د کندهار د ښوونځيو او د معارف رياست اداري او کيفي حالت ارزيابي کوي او کاري راپور به يې کمېټې ته وړاندي کوي. رشاد وايي د ښوونځيو د ارزوني لپاره يې ځانګړی مېکانيزم جوړ کړی چي له مخي به يې ښوونځي درجه بندي کيږي او د تدريس د کيفيت او اداري نظم لپاره به نمرې ورکول کيږي.
نوموړي وويل لومړنی فعاليت به يې د پنځلسو ورځو په اوږدو کي دا وي چي له اخلاقي پلوه د کندهار ټاکلي ۵ ښوونځي او ۲ مدرسې ارزيابي کړي او کاري راپور يې راتلونکي غونډي ته وړاندي کړي.
د غونډي ګډونوالو غوښتنه وکړه چي د معارف رياست د شکايتونو د اورېدلو او ترلاسه کولو په موخه دي يوه ټليفون شمېره فعاله او يو صندوق جوړ سي، تر څو هر څوک په آزادانه ډول خپل شکايات او وړانديزونه تر کمېټې پوري ورسوي. د غونډي ګډونوالو وغوښتل چي په ويډيوګېمونو او رسټورانټونو کي دي د کوچنيانو د ورتګ مخنيوی وسي.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د کمېټې له غړو څخه مننه وکړه چي د کار عملي طرحه يې بشپړه کړې ده. نوموړي د پوهني رئيس ته سپارښتنه وکړه تر څو په تعلیمي ماحول کي د اسلحو ګرځولو مخنيوی وکړي او د شکاياتو د اورېدلو لپاره يو صندوق جوړ کړي. کندهار والي ژمنه وکړه چي هر کال به د ښوونکي د ورځي په مناسبت ممتاز ښوونکي ستايل کيږي.
د معارف رئيس عبدالقادر پيوستون وويل چي سږ کال ۴۸۰۰ کسانو د ارتقايي ازمويني لپاره پاڼي راجع کړي وې چي په ازموينه کي ۵۳۰ تنه بريالي سول، خو د معارف رياست د مشورتي او نظارتي کمېټې له خوا بیا ازموينه واخيستل سوه چي پکي يوازي ۸۰ تنه بريالي سول او ارتقاء يې وکړه. نوموړی وايي نور د ارتقايي ازمويني صلاحيت له ولايت مقام سره دی او که هر څوک غواړي ارتقايي ازموينه ورکړي، نو ولايت مقام ته دي مراجعه وکړي.
پيوستون ژمنه وکړه چي په غونډه کي يادو سوو اړوندو مسووليتونو ته به جدي توجه کوي او له کمېټې سره به په ګډه د معارف د کيفيت لوړولو لپاره کار کوي.