د جنوبي سوډان چارواکي وايي چې د تیلو ټانکر کې د چاودنې رامنځته کېدو له کبله ۱۷۶ کسان وژل شوي دي.د اکوټوریا ایالت والي پاټریک راپيل زاموی ویلي چې د چاودنې له کبله نېږدې ۱۷۶ کسان وژل شوي دي او یو شمېر نور سخت ټپیان شوي دي.ځايي چارواکو ویلي چې د تیلو ټانکر له تیلو ډک او سوری و، خلکو ترې د خپلو اړتیاو سره سم تیل وړل چې یو کس د سیګرټ لګولو لپاره «لایټر» ولګولو او ورسره درنه چاودنه وشوه.