د بشري حقونو د څار ادارې په یوه تازه راپور کې افغانان د نړۍ په کچه دوهمه د کډوالوتر ټولو لویه ډله بللې ده.افغانان د سوريې تر وګړو وروسته د کډوالۍ له اړخه دوهمه لویه ډله ده چې هیواد پریږدي او د خوندي هیوادونو په لور خوځیږي.جګړې،وزګارتیا، زورزیاتی او له جنګ سالارانو او سیمیزو زورواکانو د ډیری افغانانو ویره هغه لاملونه دي چې ډیری افغانان یې په تیر یوه کال کې دې ته اړ ایستلي چې له ملکه وتښتي.ډیری دغه افغانان د ایران او ترکيې له لارې اروپا ته د تلو هڅې کوي.د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې په رپور کې راغلی، افغانان د نړۍ په کچه تر اوسه پوري یعني د ۲۰۱۵ کال تر همدې میاشتې پوري ۱۳ سلنه ټول کډوال جوړوي.