پاکستان وایي په پېښور کې د هوايي ځواک پر اډې حمله په افغانستان کې پلان شوې وه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64975
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-18

د پاکستان پوځ وايي په پېښور کې د هوايي ځواک پر اډې حمله په افغانستان کې پلان شوې وه او له هماغه ځایه کنټرولېده. د پاکستان د پوځ د رسنیو د څانګې عمومي رييس جنرال عاصم بجوه ویلي په دې برید کې ۲۹ تنه وژل شوي چې ۲۳ یې د پاکستان د هوايي ځواک غړي دي، درې پوځیان او درې نور ملکیان دي. ده همداراز وویل چې حمله کوونکي له افغانستانه ورغلي وو. دا په داسي حال کې ده چې افغانستان له تېرو ۱۴ کلونو راهیسي وايي چې په دغه هیواد کې ټولې حملې د پاکستان په خاوره کې پلان کېږي او اکثره لویې حملې له پاکستان څخه په مستقیم هدایت عملي کېږي.