د تخار امنیتي چارواکي وايي، د هغو اتو افغانانو مړي، چې په ایران کې وژل شوي وو؛ په کلفګان ولسوالۍ کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول. د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالخلیل اسیر نن وايي، د یادو افغانانو له ډلې ۶ تنه ایراني پوځیانو په سرحد کې وژلي وو او ۲ یې په ټرافیکي پېښه کې وژل شوي وو. د یادونې ده، تر دې مخکې داسې رپوټ ورکړل شوى و، چې د کلفګان ولسوالۍ ډېرى هغه ځوانان، چې پخوا د کار لپاره ایران ته تللي دي؛ د نشه یي توكو د قاچاق په تور یا اعدام شوي او یا د دې هېواد په زندانونو کې له اوږدې مودې راهیسې د بند شپې او ورځې تېروي.