داعش په ننګرهار ولایت کې۵۷ ښوونځي بند کړي دي. د ننګرهار د پوهنې د ریاست ویاند محمد اصف شینوار وايي د دغو ښوونځیو د بندېدو په وجه شاوخوا ۳ لکه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي. دی وايي له افغان امنیتي ځواکونو او قومي مشرانو سره د دغو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو هڅې پیل کړې دي.