عبدالمنان نیازی: ښایي طالبان پر دوو ډلو وویشل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64979
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-20

د طالبانو د نوي مشر پر سر د رامنځته شوي اختلاف د حل لپاره پیل شوې خبرې ناکامې شوې. د ملا منصور د مخالفې ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازي رویټرز خبري اژانس ته ویلي د خبرو تر ناکامۍ وروسته ښايي طالبان پر دوو ډلو ووېشل شي. نوموړي ویلي دوی دوې میاشتې انتظار وکړ چې ملا اختر محمد منصور به وضعیت درک او د عالمانو شورا ته به واک ورکړي چې نوی مشر وټاکي، خو د نیازي په وینا ملا منصور دغه کار ته حاضر نه شو. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملا اختر محمد منصور ډلې ویلي وو چې د ملا عمر د کورنیو غړو هم له منصور سره بیعت کړی دی.