کیري: د سوریې کړکېچ ختمولو لپاره دې له سره دېپلوتیکې هڅې وشي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64980
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-20

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري غږ کړی چې د سوریې کړکېچ ختمولو لپاره دې له سره دېپلوتیکې هڅې وشي. نوموړي په لندن کې له خبرو اترو وروسته وویل د اسلامي دولت نومې ډلې سره د جګړې په تړاو د روسیې تازه دریځ دې ته لار هواروي چې د دغه کړکېچ د حل لپاره سیاسي لارې چارې ولټول شي. جان کیري وویل دا موضوع جدي ده ځکه اروپا کې د کډوالو اوسني کړکېچ تر ټولو لوی لامل د سوریې تاوتریخوالی دی. اروپايي ټولنه چې د کډوالو پر سر سره وېشلې راتلونکې اونۍ په دې اړه بېړنۍ ناسته کوي.