د ولسي جرګې لومړي مرستیال ګواښ کړی که امریکا او ناټو له افغانستان سره پر کړو ژمنو عمل ونکړي افغانان به له دوی سره پر لاسلیک کړو امنیتي تړونونو له سره غور وکړي. ظاهر قدیر وايي امریکا او ناټو په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره ژمنې کړې او اوس یې وخت را رسیدلی چې د شویو توافقنامو په اساس په دې برخه کې عملي اقدامات وشي. قدیر د امنیت په ټینګښت کې امنیتي ځواکونه په کمزورۍ تورن کړل او ټینګار یې وکړ چې که حکومت د ناامنۍ مخه نه شي نیولی؛ ولسونو ته دې امکانات برابرکړي چې له هرډول تیري سره مقابله وکړي.