د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي، پاکستان به د افغانستان حکومت ته د پاکستان د هوايي ځواک پر اډې د حملې په اړه شواهد وسپاري. ده زیاته کړې چې د دې هدف لپاره چې دا برید له افغانستان څخه پلان شوی و شواهد او ثبوتونه راټولېږي. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار دغه راز ویلي افغانستان باید د هغې موافقې مادې عملي کړي چې افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د سفر په ترڅ کې دواړو هیوادونو پرې سلا کړې وه.