کمپبل: په افغانستان کې د هېڅ يو موازي حکومت او يا حرکت ملاتړ نه کوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64985
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-21

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان وايي چې په دغه هېواد کې د هېڅ يو موازي حکومت او يا حرکت ملاتړ نه کوي. جنرال جان کمپبل وايي د ملي یووالي له یو شمېر ګواښونو سره مخ دی، خو حکومت د دغو ګواښونو پر وړاندې جدي اقدمات کوي. کمپبل وايي د ناټو د روزنې ماموريت په افغانستان کې د هېڅ ډول موازي حکومت يا حرکتونو ملاتړ نه کوي، بلکې له ملي يووالي حکومت څخه بشپړ ملاتړ کوي او تر شا يې ولاړ دى. د هغه په وينا، ددې ترڅنګ د افغانستان ملي دفاعي ځواکونه هم له خپل حکومته ملاتړ کوي او افغان ولس هم بايد د خپلو ځواکونو او حکومت ملاتړ وکړي.