سروې: دولتي چارواکو په کابل ښار کې شاوخوا ۷۰ عمومي سړکونه او کوڅې بندې کړې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64986
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-21

د پژواک خبري اژانس یوه سروې ښيي د ولسمشر او اجرایه رییس په ګډون دولتي چارواکو په کابل ښار کې شاوخوا ۷۰ عمومي سړکونه او کوڅې بندې کړې دي. سروې ښيي چې په ۶۷ ځایونو کې سیمنټي دېوالونه جوړ شوي او په پاتې نورو ځایونو کې پوځي وسایط ولاړ دي او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. په بندو شویو لارو کې پنځه عمومي سړکونه، ۱۱ د سړکونو دهلیزونه، پنځه پلې لارې او ۴۶ فرعي کوڅې شاملې دي.