د غزني د ده یک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او د غزني مرستیال والي وايي چې طالبانو د رباط سنګي کلي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له کورونو ووځي. د رباط سنګي اوسېدونکي وايي چې طالبانو ورته ویلي که له خپل کلي ونه وتل نو بدو عواقبو ته دې تیار واوسي. د غزني د والي مرستیال علي احمد احمدي وايي چې طالبانو غزني ته د رباط سنګي کلي په لاره کې ماینومنه ایښي او خلکو ته یې سختې ستونزې زېږولي دي. احمدي وايي چې طالبانو مخکې هم د دغه کلي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و چې له خپلې سیمې د سیمه ییزو پولیسو پوسته وباسي خو کله چې خلکو د طالبانو غوښتنې ته ځواب ونه وایه ، طالبانو شبنامې ووېشلې او په هغو کې یې د رباط سنګي کلیوالو ته د وتلو خبرداری ورکړ.