د کانونو او پټروليم وزارت له ساختماني شرکتونو وغوښتل چې د (( ټاپي)) پروژې پر تاسيساتو پانګونه وکړي. ددې وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کانونو او پټروليم وزير داوود شاه صبا، په کابل کې د ټاپي پروژې لپاره د افغان خصوصي ودانيزو شرکتونو لپاره د فرصتونو د معرفي په ناسته کې له هغوى نه غوښتنه وکړه چې ددې پروژې په بېلابېلو برخو کې همکاري او پانګونه وکړي. ودانيزو شرکتونو د وزارت ددې کار د ستاينې تر څنګ وويل، خپله ټوله هڅه به وکړي چې په دې سيمه ييزه پروژه کې موثره پانګونه وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د ټاپي لمټد د مشرتابه له ټاکلو وروسته، د وخت څرګندېدل او د ټاپي د جوړولو د عملي کار پيل، د افغانستان- ترکمنستان- هندوستان او پاکستان تر منځ د خبرو په بهير کې د کانونو او پټروليم وزارت له سترو برياوو څخه ده. ددې وزارت چارواکي وايي چې په پروژه کې د يو لړ تخنيکي مسايلو تر څنګ، تصميم نيول شوى چې د پروژې عملي کار د روان کال په ليندۍ مياشت کې پيل شي. د ګازو د لېږد دا نليکه د ترکمنستان له دولت اباد نه پيل او د هغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومتره غځېدلو وروسته د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو څخه د ٧٣٥ کيلومتره واټن وهلو وروسته پاکستان او له هغه هېواد نه تر ٨٠٠ کيلومتره واټن وروسته د هندوستان فاضيلکاى سيمه وروستي منزل ته رسېږي.