ولسمشر غني: اړينه ده چې په هېواد کې شته اختلافونو ته د پای ټکی کېښودل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64989
احمدفیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-21

ولسمشر محمداشرف غني وايي، په دې وروستيو ورځو کې داعش ډلې ګڼ شمېر قومي مشران وژلي نو اړينه ده چې په هېواد کې شته اختلافونو ته د پای ټکی کېښودل شي. ولسمشر دغه څرګندونې نن د دسولې عالي شورا د رييس استاد برهان الدين رباني د وژل کېدو د څلورم تلين غونډې ته د ویډیويي پیغام له لارې وکړې. ولسمشر غني په خپل ويډيويي پيغام کې وويل، د افغانستان مخالفين ګومان کوي چې که افغان ولسي مشران ترور شي نو خلک به د دوی ظلم او نارواوو ته غاړه کېږدي، خو افغانانو د تاريخ په اوږدو کې ثابته کړې چې په مېړانه يې له خپل هېواده دفاع کړې. هغه زياته کړه په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان دښمنانو په سلګونو ديني عالمان، سياسي شخصيتونه او قومي مشران ترور کړل، يواځې په همدې وروستيو اوونيو کې د داعش خونکارې ډلې د افغانستان د مختلفو ولايتونو په کليو کې ګڼ شمېرقومي مشران او ټولنيز مصلحين شهيدان کړي دي. ولسمشر وويل:" جګړه هر ورځ زموږ نږدې کسان را څخه اخلي، د سولې ټينګښت له موږه ستر قيمت اخلي، خو د شهيدانو وينې موږ ته دا پيغام راکوي چې په هېواد کې اختلافونو ته د پای ټکی کېږدو او په يوه زړه په هېواد کې د سولې د ټينګښت په برخه کې هڅې وکړو."