ولسمشر غني له نواز شریف سره ټيليفوني خبرې کړې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64992
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-21

ولسمشر اشرف غني د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. د پاکستان ملي راډیو وايي ولسمشر غني پرون نواز شریف ته تلفون کړی او د پېښور برید یې غندلی دی. سرچینې زیاته کړې ولسمشر غني نواز شریف سره د خبرو پر مهال یوځل بیا په ډاګه کړې چې افغانستان به هیڅکله خپله خاوره د پاکستان خلاف ونه کاروي. د بډه بیرې تر یاد برید وروسته د پاکستان پوځ ویلي وو، چې دغه برید په افغانستان کې پلان او له هغه ځایه کنټرولیده، خو د افغانستان حکومت دا ادعا په کلکه رد کړې وه. بلخوا پاکستان ویلي چې ډېر ژر به په دې اړه اسناد او شواهد افغانستان ته وسپاري.