سلګونو افغانانو او بلوڅانو د انګلستان په پلازمېنه لندن ښار کې د پاکستان پر ضد لاريون وکړ. په لندن کې مېشت يوه افغان خوشحال دوست وکيلي وويل دغه لاريون پرون له غرمې وروسته په لندن کې د پاکستان سفارت مخې ته وشو. هغه زياته کړه چې په لاريون کې سلګونو افغانانو او بلوڅانو برخه اخيستې او د پاکستان پر ضد يې شعارونه ورکول. دى وايي چې د لاريون ګډونوالو په خپلو شعارونو پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړو تورنول او له نړيوالو يې غوښتل چې پر پاکستان فشار اچولو سره د دغه کار مخه يې ونيسي. بلخوا په ټولنيزو شبکو فيسبوک او ټويټر کې هم ګڼ شمېر افغانانو او بلوڅانو د دغه لاريون انځورونه خپاره کړي دي.