په نږدې تېر يو کال کې د ولسمشر ٣٠ نوي سلاکاران ټاکل شوي، خو تر اوسه يې د دندو د لايحو د نه شتون او مالي ستونزو له امله کار نه دى پيل کړى. د چارو په اداره کې د ولسمشر د سلاکارانو د چارو د انسجام مشر اسدالله صالحي وويل د ولسمشر لپاره ٣٠ نوي سلاکاران د تېر کال د تلې مياشتې له وروستيو راهيسې ټاکل شوي دي. دى وايي چې په دې موده کې د پخواني ولسمشر له ٧١ سلاکارانو څخه ٢٢ يې له دندو لرې شوي او ٤٩ نور يې د ولسمشر د سلاکارانو په توګه اوس هم دندې ترسره کوي. هغه زياتوي چې په دې توګه دا مهال د ولسمشر د ټولو سلاکارانو شمېر ٧٩ تنو ته رسېږي. خو صالحي وويل چې نوو ٣٠ سلاکارانو ځکه تر اوسه کار نه دى پيل کړى چې د مالي ستونزو او کاري لايحې د نشتوالي له امله تر اوسه ورته دفترونه نه دي جوړ شوي. ده وويل چې نوو سلاکارانو ته تر دې دمه تنخواوې هم نه دې ورکړل شوې او تر اوسه يې د سلاکار په توګه له ولسمشر سره هم نه دي ليدلي. ده وويل چې د سلاکارانو د تنخوا او نورو لګښتونو په اړه يې ولسمشر ته وړانديز کړى او کېدای شي چې ولسمشر په دې اړه اړين هدايت وکړي او ستونزه حل شي.