ولسمشر اشرف غني وايي د لوړو زدکړو اوسنی سیستم د افغان ځوانانو اړتیاوې نه شي پوره کولی. اشرف غني پرون په ارګ کې د کابل د پوهنتونونو د لیلیو له محصلینو سره په کتنه کې ویلي چې د محصلینو وړتیاوې په ځلونو د لوړو زدکړو له اوسني سیستم څخه لوړې دي. نوموړي یادونه کړې چې په تېر یوه کال کې د حکومت ډېر تمرکز پر امنیتي ځواکونو و له همدې کبله د لوړو زده کړو برخې ته پام ونشو؛ خو ژمنه یې کړې په راتلونکو میاشتو کې به یې د حکومت تمرکز پر لوړو زده کړو وي. ولسمشر محصلینو ته د وینا پر مهال ویلي چې هغوی د سبا نه بلکې د نن رهبران دي او باید په خپلو کې د ورورولۍ او همکارۍ روحیه پیاوړې کړي.