د پاکستان پولیسو د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې ۲۰ افغان کډوال نیولي دي. د اسلام اباد پولیسو ویلي ۷۰ مشکوک کسان چې ۲۰ په کې افغانان دي د چاڼیزو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي. پولیسو دغه چاڼیز عملیات د کورنيو چارو د فدرالي وزیر چودري نثار علي خان په امر د پنجشنبې په ورځ د شکریال، ضیا جومات، سوهان، اقبال ټون، پېنډ پاراچا، ګلرا او باري امام په سیمو کې پیل کړې دي.