امر الدین ولي: طالبان د کندوز ښار ته ننوتلي او سخته جګړه روانه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65008
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-27

وسله وال طالبان د کندوز ښار ته ننوتلي او په سیمه کې سخته جګړه روانه ده. د ښار اوسیدونکي وایي چې جګړه د شپې له دوو بجو له څلورو استقامتونو څخه پیل شوې ده. وسلوال طالبان درنې او سپکې وسلې استعمالوي. د ولایتي شورا مرستیال امر الدین ولي وایي وسله وال د امام صاحب بندر، کابل بندر ، خاکني ، زاخیل ، کلای ګاو استقامتونو څخه ښار ته ننوتلي او په داخل د ښار کې له امنیتي ځواکونو سره جنګیږي. د هغه په وینا، یو شمېر پوستې یې هم له دولتي ځواکونو نیولي دي. ولي وایي که بیړني مرستې ونه رسیږي، نو ولایت به سقوط وکړي. د زاخیل د سیمې اوسېدونکو ویلي داسیمه په بشپړه توګه د طالبانو په ولکه کې ده او له دې سیمې څخه د پولیسو پر درېیمې امنیتي حوزې بریدونه کوي. دی وایي، د کابل بندر په سیمه کې د کابل لویه لاره تړل شوې ده او ټول موټر ولاړ دي.