یوناما: د ملکي وګړو مرګ ژوبله د تېر کال د همدې مودې په پرتله زیاته شوې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65009
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-27

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر وايي د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله د تېر کال د ورته مودې په پرتله ډېره شوې ده. یوناما په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په لومړۍ نیمايي کې ۴۹۲۱ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سرچینه وايي له دې ډلې ۱۵۹۲ کسان وژل شوي او ۳۳۲۹ نور ټپيان شوي دي. د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي ملکي وګړو ته ۹۰ سلنه مرګ ژوبله په جګړو، د ماینونو په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې اوښتې ده.