ملي امنیت وایي پرون په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې ۸۵ وسله وال وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65010
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-27

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش ۸۵ وسله وال چې اکثره پاکستانيان دي، له امنیتي ځواکونو سره د پرون ورځې په نښتو کې وژل شوي دي.ملي امنیت ویلي چې دا شمېر وسله وال په دوو جلا بریدونو کې وژل شوي دي. د ملي امنیت د ریاست خبرپاڼه وايي چې ۶۰ تنه وسله وال د اچین ولسوالۍ په عبدالخېل سیمه کې او ۲۵ نور په شډل سیمه کې وژل شوي دي. په خبرپاڼه کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو یادونه نه ده شوې خو په نورو راپورونو کې ویل شوي چې دوه د ملي سرتېري او دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.