بيدار ولس امن راوړلای شي
له کلونو نه په جنګ يو
او له جنګه هم په تنګ يو
بې ننګۍ ته مونږه ننګ يو
خو بيا هم مونږه په جنګ يو
هر ولس په دې خوښ وي، چې خپله ميړانه بيان کړي، خو افغان ولس لوړ پوړي او ټيټ پوړي خپله ميړانه ډېر کله بيانوي او خپل تاريخ تل ځلانده او له ګټو وټو ډک بولي، خو هيڅکله يې هم ګټه نه ده راوړې، ډېره قرباني يې ورکړې، خو خپل ځان، هېواد او وګړو ته يې غير له تاوانه بل څه نه دي راوړي، قرباني يې خپله او ګټه يې د بل بابا، ميدان يې خپل او جنګ پکې د بل جاري وي، که را لنډه يې کړم د بل مينې ته خپله وينه تويوي. ا د کنډيوال صاحب د شعر بيت دی چې کرزي صاحب ته يې ليکلی و، خو زه يې مخاطبان جنګي ډلې ګرځووم.
تل دې سياست د بل په ګټه کړی
او تل دې زموږ سر ته تاوان راوړی
تل يې جنګ د بل په ګټه کړی
تل يې زموږ سرته تاوان راوړی
دې ډول کړنو ته به کوم نوم ورکړو؟ د ناپوهۍ او که د منفي غيرت؟ که په لنډو کې يې ځواب کړو هم ناپوهي او هم منفي غيرت دی. ځکه ۳۵ کاله مو جنګ وکړو او په پنځه ديرش کلو کې مو هر ډول قربانيانې ورکړې، خو لاسته راوړنه مو نه ده لرلې، لوږه، تنده، بې عزتي، ټپ سوري، د ظلم او وژنې فرهنګ، ويجاړي، بې سوادي... مو لاسته راوړي.
بيا هم تر کومه؟
سمه ده زموږ ولس قرباني ورکړې، خو ثمره يې د جهاد ټيکه دارانو ليدلې، ولس ننګ کړی، خو
مشرانو چور کړی.
بيدار ولس کولای شي د هېواد په ابادۍ، سوکالۍ، امن او ټيکاو کې د غښتلو حکومتونو نه هم ښه رول ولوبوي، خو اوس زموږ ولس ته بيدار ولس نه شو ويلای، اوس زموږ ولس ويده دی، هر ډول لوبې، بدبختيانې او ظلمونه قبلوي، خو په وړاندې يې مبارزه نه کوي، ټول ولس پوه دی، چې جنګ پردی دی او قرباني يې موږ يو، په کلو کې راته پنجابي او پنجاب پلوه ګرځي، خو بيا هم غږ نه شي پورته کولای، مخه يې نه شي نيولای. په هر کلي او ولس کې د دښمن مزدوران شته چې هغوی ته په لږو پيسو کار کوي، تبليغات يې دومره غښتلي دي، چې زموږ د ولس ذهنونه يې با الکل بدل کړي او د خپلې خاورې او خپلو ورونو دښمنان جوړشوي، په ډيری سيمو کې يې په ښوونيزو ادارو کې نفوذ پيداکړی او د خپل حکومت او نظام په اړه منفي څرګندونې کوي، خو ولس دومره شعور نه لري، چې د دې کړنو پايلې څه دي او د څه لپاره په لاره اچول شوي؟
د ولس بيدارۍ ته اړتيا ده، ولس بايد بيدار شي او د خپل ځان او هېواد د فاع په خپله وکړي، لږ تر لږه د خپل هېواد او ښکلي ژوند تصور خو وکړي!
د هېواد نظام او ښوونيزو ادارو ته پکار ده، چې په رښتيني ډول کار وکړي، نظامي ادارې په غفلت او فساد اخته دي، د مشرانو شوراوې او جرګې مو د دښمن سره مرسته کوي، د ښوونيزو ادارو ښوونکي او زده کوونکي د دښمن سره هرډول مرستې ته تيار دي، نو له همدې وجې د عام ولس ذهنونه هم بدل شوي.
د دريمې زريزې او يويشتمې پيړۍ تکنالوژيکي پلانونه او موډرن تبليغاتي جنګ ويده ملتونه نه شي ګټلای د ګټلو لپاره بيدارو ذهنونو او سياسي بصيرت ته اړتيا ده.