د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي ، د کندهار ګڼ شمېر سوداګرو ژمنه وکړه چي د کندوز له اوسېدونکو سره به مرسته وکړي.
په دې وروستيو کي وسله والو طالبانو پر کندوز وسله وال بريد وکړ او د دغه ولايت اوسېدونکو ته يې ځاني او مالي زيانونه واړول. اوس د دې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي مالي، صحي او خوراکي مرستي ته اړتيا لري.
د ولايت مقام د رسنيو د دفتر څخه خپره سوي خبرپاڼه وايي ، د دې لپاره چي له يادو اړمنو سره مرسته وسي، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي پرون ماځيګر په ولايت مقام کي غونډه جوړه کړه چي د دې ولايت سوداګرو، صنعتکارانو او د اتحاديو مسوولينو پکي ګډون کړی وو.
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په کندوز کي د روانو حالاتو په اړه خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چي د دې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي چي دامهال د خپلو هيوادوالو لاسنيوي ته اړتيا لري. نوموړي د کندهار له سوداګرو، صنعتکارانو او ټولو اوسېدونکو څخه وغوښتل چي له خپلو کندوزي هيوادوالو سره هر اړخيزه مرسته وکړي.
عزيزي وويل چي د کندوز له پېښي سره يو شمېر مغرضي کړۍ غواړي چي په هيواد کي ژبني تعصب او سمتپرستۍ ته لار هواره کړي، خو په کار ده چي د دغسي کړيو په وړاندي افغانان سره يو موټی سي او د خپلو کندوزي وروڼو لاسنيوی وکړي.
د غونډي ګډونوالو د ولايت مقام دغه اقدام وستايه او ژمنه يې وکړه چي له خپله اړخه به مرستي کوي او نور سوداګر به هم مرستو ته وهڅوي.