د دولت د یوې وسله والې مخالفې ډلې حزب اسلامي مشر حکمتیار د طالبانو په لاس د کندز سقوط غندلی
ګلبدین حکمتیار د طالبانو پر نظام د امریکا د برید د ورځې په مناسبت یوه پیغام کې وايي، چې اوس د ښارونو د نیولو وخت نه دی او طالبانو دا کار د تبلیغاتي اهدافو په خاطر کړی.
حکمتیار وايي، چې د ښارونو نیول او بیرته یې پریښودل غلو او لوټمارانو ته د لوټ او تالان فرصت ور کوي.
د حکمتیار دغه غبرګون داسې مهال دی، چې طالبانو د کندز سقوط د خپل قدرت نمایش ګڼلی دی.