په ترکيه کې ميشت افغان محصلينو ته به څوک لبيک ووايي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65115
ستانکزی
دخبریدو نیټه : 2015-10-05

 

هغه افغان محصلین چې د افغانستان په دولتي بورسونو باندې ترکیې ته د زدکړو لپاره راغلي دي، هر کال د لیلیې، میاشتنی بورسیه او د پوهنتون په برخو کې ډیریو ستونزو سره مخامخ وي. هر کال د لیلیې د ادارې لخوا دې محصلینو ته اخطار ورکول کیږي: «که د لیلیې پیسې مو تحویل نه کړې نو مجبور چې له لیلیې مو وباسو.». د دې سربیره هغه مقدار بورسیه چې هر میاشت باید محصلینو ته ورکړل شي، په میاشتو میاشتو نه ورکول کیږي او که ور یې هم کړي له ټاکلي مقدار څخه کمې ورکول کیږي. د دې ټولو ستونزو سره سره، پرون هغه څو وشو چې ترینه ډاریدو؛ د ۰۹/۰۹/۲۰۱۵ د قیصرې په ښار کې د ایرجیس پوهنتون د مالي بخش مسولینو د طب پوهنځي د څلور تنه افغان محصلینو درسونو ته د حاضریدو مخه ونیوله او ورته یې وویل چې: « دوه کاله کیږي چې د پوهنتون فیس نه دې تحویل شوی، تر څو چې خپل فیسونه تحویل نکړی خپلو درسونو ته د راتګ اجازه نه لری». د دې خبرو په اوریدو سره یو تن محصل چې سمیع الله حمزه نومیږي د خپل صنف ممتاز شاګرد دې، روحاً ډیر متاثره شوی او مریض پروت دی.

دا چې د طب پوهنځی د نورو پوهنځیو پرتله یو څه وختی شروع کیږي، نن د څلورو تنو مخه ونیول شوه، سبا چې نور پوهنځي شروع شي، دلسګونو حتی د ترکیې په سطحه به د سلګونو محصلینو مخه ونیول شي او د سمیع الله په برخلیک به اخته شي.

د محصلینو میاشتنی بورسیه، د لیلیې پیسې او د پوهنتون فیس ولې نه ورکول کیږي؟ دا پیسې څوک او چیرې وړي؟ وزرات تحصیلات یې نوش جان کوي او که په انقره کې د افغانستان سفارت او یا هم کومه بله اداره؟!

داسې ګنګوسې دي چې؛ چې د افغانستان په سفارت کې ځینې کړی دا پیسې د سود په شکل بانکونو کې جمع کوي او یا د ډالر د ارزښت د لوړیدو په نیت له ځانه سره ساتي او بیا په ترکیې لیره بدلوي ترڅو د محصلینو له حقه خپلې شخصي ګټې خوندي وساتي.

ډیریو محصلینو څو څو واره له سفارت سره نوموړې موضوع شریکه کړه خو هلته هیچا غوږ هم و نه ګروو. دلته خو کڼو غوږونو غږ وا نه ورید، آیا داسې غوږ شته چې دا نعرې واوري؟؟!