ګرانه وطنه زه په کوم غم کی دا ستا وژاړم
په نن دی وژاړم که غم دی د سبا وژاړم
حیران یم پاتی چی دا څه کارونه کیږی دلته
ولی خاونده ناروا ظلمونه کیږی دلته
د بی ګناه خلکو هر خوا مرګونه کیږی دلته
د حکومت ظلم که په ظلم د ملا وژاړم
دا د پردو دسیسی دلته کامیابیږی ولی
دغه مظلوم ولس ټول عمر ازاریږی ولی
دا وران وطن زموږه نور پسی ورانیږی ولی
چی کیږی دلته زه په کومی ناروا وژاړم
ای دنیا والو دی مظلوم افغان نه څه غواړی نور
دی در په در او خوارو زار انسان نه څه غواړی نور
چی دی خپل ځان ته دی حیران حیران نه څه غواړی نور
په بد نیتی د پاکستان که امریکا وژاړم
موندلی څه تور دې چی خپل ورور سره نه جوړیږی
پرون وی هم په وینو سور او نن پری هم لمبیږی
د ځان پوښتنه وکړه ولی ته په څه قتلیږی
د دی لویانو په رشوت او که په غلا وژاړم
یو غم خو نه دی ډیر غمونه را چاپیر شو رانه
د هیواد غم کی می دا خپل غمونه هیر شو رانه
د ا ښکلی عمر می په جنګ جګړوکی تیر شو رانه
ساپی وایی خدایه زه په کومی ما جرا وژاړم