د کور جوړونې تصدي په عصري بڼه رغول کېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65130
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-10

د ښار جوړونې چارو وزارت وايي چې ډېر ژر به په کابل کې د کور جوړونې تصدۍ فابریکه پر عصري وسایلو سمبال او فعاله کړي. د کور جوړونې تصدي په ۱۳۴۷ کال کې د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې جوړه شوه. دغې تصدۍ د وخت له اړتیا او غوښتنو سره د هېواد په پلازمېنه او یو شمېر ولایتونو کې د استوګنې زرګونه کورونه جوړ کړل. خو په ۱۳۷۰ لسیزه کې د کورنۍ جګړو پر مهال د نورو تصدیو په څېر د کور جوړونې تصدي هم ویجاړه شوه. د ښار جوړونې چارو وزارت وايي چې دغې تصدۍ د ۱۳۷۰ یمې لسیزې تر نیمايي پورې په افغانستان کې د استوګنې لسګونه زره کورونه جوړ کړي وو. سره له دې چې په کابل کې د دې تصدۍ یوه فابریکه اوس هم فعاله ده، خو د وخت اړتیا نه شي ځوابولی او دستګاوې هم یې زړې او له کاره لوېدلې دي. خو د ښار جوړونې چارو وزارت وايي چې ډېر ژر به د کور جوړونې د تصدۍ فابریکه پر نویو عصري وسایلو سمبال او په فعالیت پیل وکړي. د ښار جوړونې چارو وزیر سید سعادت منصور نادري چې تېره جمعه یې د کابل په قصبې سیمه کې د کور جوړونې تصدۍ له فابریکې لیدنه کوله، وویل چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د تصدۍ د رغونې چارې پیل شي. د ښار جوړونې چارو وزارت د نشراتو او عامه اړیکو مسوول عبدالهادي میران وايي چې دغه تصدي د روسیې هېواد په مالي مرسته جوړېږي. میران همیانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان د کور جوړونې تصدي له کلونو راهیسې غیر فعاله ده. دی وايي چې د ښار جوړونې چارو وزیر سید سعادت منصور نادري غواړي چې دغه فابریکه پر عصري وسایلو سمباله او د مسکن د جوړونې په برخو کې د قناعت وړ خدمتونه وړاندې کړي. د هغه په وینا، د ښار جوړونې وزیر په همدې موخه څو میاشتې مخکې روسیې ته سفر کړی و چې له لاسته راوړنو ډک و. میران زیاته کړه، په دې سفر کې د روسیې هېواد ژمنه وکړه چې د افغانستان د کور جوړونې تصدي به رغوي او په دې برخه کې روسي پانګوال به پانګونې وهڅوي. د هغه د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې د کور جوړنې تصدۍ فابریکه د شاوخوا ۵۰ میلیونو ډالرو په پانګونې سره په عصري ډول ورغول شي. د ښار جوړونې چارو وزارت د نشراتو او عامه اړیکو مسوول زیاته کړه، چې په پنځوس میلیونو ډالرو پانګونې سره به د افغانستان د کور جوړونې تصدي په عصري او نویو ماشین الاتو سمبال کړای شي. دی وايي که د کور جوړونې دغه تصدي فعاله او پانګونه پرې وشي، په کابل کې د مسکن ستونزه به تر ډېره حل کړي. خو میران زیاتوي چې د مسکن په برخه کې لا ډېرې پانګونې ته اړتیا ده او په دې برخه کې یې د خصوصي سکتور رول اغېزناک وباله. نوموړي وویل، روسیه او یو شمېر نور هېوادونه لېوالتیا لري چې په افغانستان کې د کور جوړونې په برخه کې پانګونه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني تېر کال ژمنه کړې وه چې د افغانستان د ملي پراختیا په پلان کې به د کور جوړونې تصدیو بیا رغونې ته لومړیتوب ورکړي. تر کورنیو جګړو مخکې په افغانستان کې ۶۵ بېلابېلې دولتي تصدۍ فعالې وې، چې زیاتره یې د جګړو په پایله کې ویجاړې او له کاره لوېدلې دي. دغو تصدیو نه یوازې د صنعت، تولید، کرنې، ساختمان او نساجۍ برخو کې خدمتونه وړاندې کول؛ ترڅنګ یې زرګونه کسان هم پر کار بوخت وو. اوس له دې ډلې یوازې ۳۸ دولتي تصدۍ نیمه فعالې دي چې ډېر لږ عواید او یا هم د عوایدو له کسر سره مخ دي.